د ژغورنې نړیوالې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول


  • 1 کال دمخه (07/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 777

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبر ورکړی چې په افغانستان کې یې له غیر دولتي موسسو سره د مېرمنو د کار بندیز په غبرګون خپل فعالیتونه درولي.

یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په موسساتو کې د مېرمنو د کار بندیز د دې سبب شوی چې دوی د ژمي په سختو ورځو کې اړمنو خلکو ته سمه رسېدنه ونه شي کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۲ سلنه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره له اسلامي امارت اجازه ترلاسه کړي چې ښځینه کارمندانې یې ورسره بېرته کار پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې په غیر دولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار د بندیز پرېکړې له کبله یو شمېر نورو نړیوالو  مرستندویه موسسو هم په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي.