۱-د شرعي علم کموالی:
کله چې یو سړی ناپوه او یا کمه پوهه ولري، قضایاوو ته سمه پاملرنه نه کوي. دا سړی د حرامو او هغو شیانو تر منځ چې پر ده واجب شوي او دې ورباندې مامور شوی دی. توپیر نه شي کولای، آن تر دې چې په دې هم نه پوهېږي چې د بېګناه خلکو وژل مباح عمل دی او که ناروا؟
۲-د کافی معلوماتو نه درلودل:
کله سړی داسې معلومات ترلاسه کوي چې ناسم وي او کله هم کېدای شي چې صحیح وي، خو دروغو او داسې نورو منفي ویناوو ورباندې اغېز کړي وي او ریښتني معلومات یې تر پرړه لاندې پټ کړي وي. نوموړی له دې درواغو او بې دلیله معلوماتو څخه د اغیزمنتیا په نتیجه کې په داسې اعمالو لاس پورې کوي چې هغه د اسلام د مبارک دین له اصولو او اوامرو سره ښکاره ټکر لري. زیاتره داسې ناسم معلومات له ویبپاڼو او تلویزیونونو څخه خپریږي، چې د عامو وګړو فکرونه ترخپل اغیز لاندې را ولي.
۳-د دیني علومو زده کړې ته نه پاملرنه:
د دیني علم ډېری زده کوونکي د دیني علم د لاسته راوړلو لپاره د دوی په اند د تکړه عالمانو دروازې ټکوي او د هغوی په علم باور لري، خو دوی له بده مرغه عالمان څه چې آن تر دې چې د اسلام له مبارک دین څخه هم ناخبره دي. د دوی پرنیمګړي علم او غلطو فتواګانو باور د داسې ناوړه اعمالو د رامنځته کېدلو لامل ګرځي او کله، کله هم د دوی غلطې مشورې او فتواګانې د رسنیو او ویب پاڼو له لارې هم د خلکو په اختیار کې ورکول کېږي. معتدل مسلمان پوهان هيڅکله هم د ځانوژونکو حملو تنظیموونکو ته د پاکو خلکو په سترګو نه ګوري.
۴-له دین څخه زموږ پوره خواخوږي:
د اسلام له مبارک دین سره د مسلمانانو مینه، پر دین غیرت او له خپل هېواد سره یې بې کچې خواخوږي د دې لامل ګرځي چې غیر دولتي کړۍ او سرچینی د دوی له دینی جذباتو څخه په ګټې اخیستنې سره، دوی داسې ورانکارو اعمالو ته وهڅوي.
۵-له الله(ج) څخه نه وېره او د هغو احکامو نه درناوی چې د پیروي کړي:
په ذکر شویو احکامو کې یې مسلمانان د داسې ناوړه اعمالو له تر سره کولو څخه منعه کړي دي چې د بېګناه خلکو د وژلو لامل ګرځي. د موجود دیني علماوو له ډلې څخه کیدای شي د شیخ عبدالعزیز ابن باز، شیخ ابن عثیمین، شیخ عبدالعزیز ال شیخ د سعودي عربستان مفتي، شیخ او داسې نورو مشهورو روڼ اندو او د نظر او فتوا خاوندانو نومونه واخلو چې د نړۍ مسلمانان یې نظریات او فتواګانې مني او د درنښت په سترګه ورته ګوري دوی ټول په یوه خوله له هغو کړنو څخه چې د بی ګناه انسانانو د وژنې لامل ګرځي بیزاره دي
۶-د ځینو دیني طالبانو غلط او بې ځایه برداشت او اجتهاد چې باوري علمي سرچینو ته یې مراجعه نه ده کړې همدا راز د عوامو خلکو د ګمراهۍ لامل ګرځي.
دا څرګند حقیقت دی چې دیني طالبانو به پخوا د خپلې علمي پانګې د زیاتولو او په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره لویو دیني علماوو ته مراجعه کوله، مګر اوس کله داسې هم پیښېږي چې ځيني کم عمله طالبان له دینی تکړه عالمانو څخه د مسايلو د پوښتنې پر ځای خپله د لویو مسایلو اجتهاد ته مخه کوي همدا لامل دې چې مسلمانانو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي او په غلطه فتواوي ورکوي.
د اسلام مبارک دین عامو مسلمانانو وژنه، هغه که په هر نوم وي، بده ګڼلې. ترڅو چې یو مسلمان ګناهګار نه وي ثابت شوی، د محکمې له لورې ورباندې پرېکړه نه وي شوي او یا یې هم په ناحقه قتل نه وي کړی، هیڅوک هم د هغه د وژلو او په دې برخه کې د فتوا ورکولو حق نه لري.