د امریکا سفارت: افغانې مېرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړې حق لري

د امریکا سفارت: افغانې مېرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړې حق لري


  • 1 کال دمخه (11/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 584

سمسور نیوز (۲۲سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ساینس کې د مېرمنو او نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانو نجونو د روباټیک ډلې ستاینه کړې او دغه ډله یې د امید او سخت کار غوره بېلګه ګڼلې ده.

د فبرورۍ یوولسمه ساینس کې د مېرمنو او نجونو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په همدې اړه پر خپل ټوېټر په ټینګار سره ویلي، چې افغانې مېرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړې حق لري. 

باید یاده شي، چې د افغان نجونو د روباټیک ډله اوسمهال له هېواده وتلې ده.