قزاقستان: له افغان سولې سره بشپړه همکاري کوو.

قزاقستان: له افغان سولې سره بشپړه همکاري کوو.


  • 3 کاله دمخه (14/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1372

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد قزاقستان ته سفر کړی او د یاد هېواد له چارواکو سره یې د افغان سولې پر روان بهیر بحثونه کړي دي. 

هغه د همدې هېواد په پلازمینه نور سلطان کې خبریالانو ته د افغان سوله په تړاو څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي، چې د امریکا هدف دا دی، څو د سیمې د هېوادونو په تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځ‌ته کړي او له همدې کبله د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه وغځوي.

خلیل‌زاد همداشان د افغانستان د سولې په مسئله کې د ټولې سیمې د هېوادونو رول خورا مهم بللی دی او زیاته کړې یې ده، قزاقستان یې هڅولی چې له افغان سولې سره خپله همکاري ډېره کړي.

قزاقستاني لوري هم خلیل‌زاد ته یو ځل بیا په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي، چې هېواد یې له افغان سولې سره بشپړه همکاري کوي.