د افغانستان پیاوړي او سوکه توپ اچوونکي لوبغاړي راشد خان د پاکستان تجارتي لیګ PSL سره مخه ښه وکړه.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د خپلې ملي دندې لپاره یې یاد لیګ پرېښود او په وینا یې هیله مند دی، چې په راتلونکي کال کې به یو ځل بیا یاد لیګ کې ولوبیږي.
نوموړي د پاکستان کرکټ غوره لیګ لوبه کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبېد او دوه لوبې یې ترسره کړې.
راشد خان به د مارچ میاشتې په لومړي نیټه له زمبابوی سره د افغان لوبډلې په ټیسټ لوبه کې ولوبیږي.