وېسټ له کرزي سره د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار په اړه غږېدلی

وېسټ له کرزي سره د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار په اړه غږېدلی


  • 1 کال دمخه (16/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 652

سمسور نیوز (۲۷وری۱۴۰۲) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نجونو د زده کړو او مېرمنو د کاري حقونو ورکړې په اړه خبرې کړې دي. 

نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې یې مېرمنو ته د کار او نجونو ته د زده کړو د حقونو د ژر ورکړې ترڅنګ یې د افغانانو ترمنځ یې د خپل منځي خبرو په اړه هم بحثونه کړي.

په ورته مهال حامد کرزي هم پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په دې خبرو کې د نجونو زده کړې او د مېرمنو د کاري حقونو ورکړه مهمه بلل شوې او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ملي خبرو پر پیل ټینګار شوی.

کرزي دغه راز لیکلي چې په دې خبرو کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم خبرې شوې دي. 

د یادونې وړ ده، چې ټام ویسټ وړمه ورځ په دوحه کې هم له یو شمېر افغانانو سره لیدلي وو.