راتلونکې کال کې د شري واکسین تطبیقېږي

راتلونکې کال کې د شري واکسین تطبیقېږي


  • 1 مياشت دمخه (27/11/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 53

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو ادارو له استازو سره په یوه انلاین لیدنه کې خبر ورکړی، چې په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې د شري واکسین تطبیق کړي.

د جلالي په وینا، د یادې ناروغۍ په وړاندې د واکسین د کمپاین لپاره بودجه ځانګړې شوې او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کال کې د هېواد په کچه دا کمپاین تطبیق کړل شي. 

تر دې وړاندې هم د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي ؤ، چې په راتلونکي کال کې به د یوه ملي کمپاین په ترڅ کې ۱۶ میلیونه کوچنیانو ته د شري واکسین ورکړي. 

یاده ناروغي یوه وژونکې ناروغي ده، چې د مسئولینو په وینا سږ کال یې پېښې هم زیاتې شوي او ویل کېږي، چې روان کال یې شاوخوا شپږ زره پېښې ثبت شوي دي.