د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو تړل کېدو ته غبرګونونه

د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو تړل کېدو ته غبرګونونه


  • 1 مياشت دمخه (05/12/2024)
  • سمسور نیوز
  • 45

په هېواد کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو د تړل کېدو راپورونو خپرېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پر دې پرېکړې خواشیني څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې دغه پرېکړه لغوه کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما)، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو او یو شمېر هېوادونو دا پرېکړه په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي بنسټ بللې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زده‌کړې یې پر نارینه او ښځینه فرض بللې دي. 

د راپورونو له مخې، د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ د هېواد طبي انسټېټیوټونو ته اعلان وکړ چې د روان سمستر د وروستیو ازموینو له پای ته رسېدو وروسته به په دغو موسسو کې د نجونو زده کړې تر نامعلوم وخت پورې ځنډېدلې وي.

بل لورته تر اوسه د عامې روغتیا وزارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې هم د نجونو زده‌کړې تر امر ثاني پورې ځنډېدلې دي.