سیاسي مرستیال: ډاډه اوسئ، زموږ له خاورې هیچاته ګواښ نشته

سیاسي مرستیال: ډاډه اوسئ، زموږ له خاورې هیچاته ګواښ نشته


  • 11 مياشتي دمخه (12/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 419

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې هیچاته د افغانستان له خاورې ګواښ نه پېښېږي او ګاونډي هېوادونه او نړیوال باید په دې برخه کې مطمین وي.

نوموړي په ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت هیچا سره لانجمنې اړیکې نه غواړې او دوی یوازې اقتصاد محوره بهرنی سیاست پرمخ وړي.

هغه یو وار بیا ویلي، چې د دوحې ناسته له اسلامي امارت سره د پراخ تعامل لپاره جوړېږي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې د ولس خدمت لومړیتوب یاد کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په ختیځو ولایتونو کې به ګڼې پراختیايي پروژې پلې شي.

د یادونې ده، چې مولوي عبدالکبیر وړمه ورځ د اقلیم بدلون کنفرانس کې هم ویلي وو، چې له ټولو سره په دوستۍ ولاړې اړیکې غواړي او اوس مهال هم په ۳۸ هېوادونو کې دیپلوماتیکې استازولۍ لري.