سرچینې وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هرات کهسان ولسوالۍ قدوس آباد سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته موټر بم برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې شپږ ولسي پاځون کوونکي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
عیني شاهیدانو بیا ویلي، یاده چاودنه خورا زوروه وه، چې په وینا یې شاوخوا کورونه ته یې هم زیانونه رسېدلي دي.
له بل پلوه بیا د هرات حوزوي روغتون سرطبیب، ډاکټر عارف جلالي ویلي، د پېښې له ځایه شپږ مړي او څلور ټپيان روغتون ته ورلېږدول شوي دي.
د هرات هرات والي سید وحید قتالي بیا په دغه برید کې د درې کسانو ټپي کېدو خبره کړې.