عاطفي کار

عاطفي کار


  • 1 کال دمخه (28/08/2023)
  • ژباړن: ګل الرحمن رحماني
  • 461

عاطفي کار یوه داسې اصطلاح ده چې نن سبا په راشه درشه، کارځایونو او ټولنیزو اړیکو کې خورا زیاته کارېږي. عاطفي کارڅه ته وايي؟  

فرضا په هوټل کې یو مشتري د ډوډۍ له کیفیت څخه ناخوښ او غوسه دی، خدمتګار ورته راځي، موسکی کېږي، نرم چلند کوي، هغه مشتري څه نه وايي او دا چلند یې اراموي. 

مور د خپل تازه ګرځېدونکي ماشوم له شوخیو ستړې کېږي، خو مورولي یې دې ته نه پرېږدي چې ورته غوسه شي، بیا هم په نه زړه ورته خاندي.

یوه ښځه، چې د خاوند کور کې چندان راضي نه ده، له خاوند سره یې د خپل خسر پوښتنې ته روغتون ته ځي، ځکه خاوند یې دا کار په یوازې ځان نه شي کولی، خپله ناخوښي د خاوند لپاره پټوي. ددې بېلګو هره یوه عاطفي کار دی.

عاطفي کار یاني پر خپلو احساساتو د نورو د عواطفو لوړ ګڼل یا لومړیتوب ورکول. دا کار اړین او مهم دی، خو معمولا نه تر سره کېږي.

د عاطفي کار اصطلاح لومړی ځل امریکايي ټولنپوه ارلي هوکشیلډ په خپل کتاب د زړه مدیریت (۱۹۸۳زېږدیز) کې وکاروله او په پیل کې د خدماتو او صنعت د کارکوونکو ځانګړي کار بڼې ته اشاره وه. 

په وروستیو کې دې اصطلاح ته پراختیا ومونده او په ۲۰۱۵ کال کې ټولیزو رسنیو ته ننوته، په کور او ټولنه کې د ټولو ښکېلو لپاره د کارونې وړ وګرځېده، خو په کور او کاري چاپېریال کې یې د هر مسلک د کارمن لپاره جلا بڼې غوره کړې، خو موخه یوه وه، یاني د خپلو احساساتو داسې غوړول چې د بل فرد پر احساس اغېز ولري او هغه غلی کړي.

 عاطفي کار هم په رسمي او هم په نا رسمي چاپېریال کې تر سره کېدی شي، خو اکثره تر سره کوونکي یې ښځې او د ټولنې محرومې ډلې وي، دا کار که تشخیص هم شي بې مزده دی او که پاملرنه ورته ونه شي، کم ارزښته وبلل شي، بیا نو نا برابريو ته شدت ورکوي. 

که څه هم د عاطفي اندازه کونې کار به ګران وي، خو یو شمېر فمنېسټو اقتصادپوهانو د انسانانو د فراغت د وختونو په اړه څېړنه کړې ده، په ۲۰۱۸ کال کې دې پایلې ته ورسېدل چې نارینه په منځني ډول د ښځو په پرتله ۴۹ دقیقې له ښځو زیات د فراغت وخت لري. 

دا چې د ښځو د فراغت وخت کم او د نرانو زیات دی، د څېړنو پر بنسټ ښځې په ټوله کې د کورنیو فعالیتونو پروګرامونه مخته وړي او د کور ذهني کار تر سره کوي،  دا کار یې یو هم عاطفي نه دی، خو هر یو یې ددې وړ دی او اړتیا لري چې په خپلو عواطفو د بل کس فرد احساساتو او اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي. 

که څه هم دا په ګډ ژوند کې ضروري دي، خو اکثریت د ښځو کار ګڼل کېږي. عاطفي کار په نرپاله نظام پورې تړاو موندلی، نارینه ورته کمه پاملرنه کوي، خو دې کمې پاملرنې او اهمیت نه ورکولو نارینه هم ته زیان رسولی، ځکه چې هغه یې د مقابل لوري له عاطفي کار او چلند څخه محروم کړی دی. 

واقعیت دا دی چې انسان ماشین نه دی، یوازې خوړل، څښل او ویده کېدل ژوند نه دی، انسانان د مینې، اړیکو، ټولنه کې پاتې کېدو، راشه درشې او یو بل پر بل د تکیې احساس ته اړتیا لري. ټول انسانان، که ښځې دي که نران، رابطه محوره ژوند ته اړتیا لري، ددې اړیکو د دوام لپاره انسانانو ته اړتیا ده، انسانان ټولنه جوړوي. په کاري ساحه کې عاطفي کار د کاري ځواک اصلي کټلست (نښلوونکی) دی، ځکه چې انسانان حتی فیزیکی کار ته هم د عاطفي کار یوې لوړې اندازې ته اړ دی، حتی که کار ته هم ځي، وړاندوینه یې دا وي چې کور ته له ستنېدو سره به د عاطفي خدمت یوه لوړه اندازه ومومي. یاني وړاندوینه داده چې انسانان دوه ډوله اړتیاوې لري، یو یې لومړنۍ اړتیاوې دي لکه خوړل، ویده کېدل او نور بل هم روحي او عاطفي اړتیاوې دي چې د خوړو په څېر ورته اړتیا مهمه ده. 

د نرانو په اړه دا خبره مشهوره ده چې باید کلک او سخت زړي وي، عاطفه د یوه نر لپاره د کمزورۍ صفت دی، ځکه خو اوښکې د هغوی ځانګړنه نه، بلکې یوه ښځینه ځانګړنه بلل کېږي او په دې توګه پر نرانو د خپلو عواطفو د څرګندولو بندیز لګېدلی دی. 

یو بل واقعیت دا دی چې ښځې په دې سبب عاطفي کارونو کې مهارت لري چې دوی له ماشومتوب نه دا ډول مراقتي کار ته هڅول شوې دي، له ښځې د یوه جنس په توګه تل توقع دا ده چې تل د نورو پالونکې وي، که دا کار ونه کړي، حتی مجازات کېږي.

 ښځې نه یوازې چې د خپل ځان له خوا، بلکې د خپل مور او پلار او کورنۍ د غړو له خوا هم کنټرول کېږي، ښايي بیروني چاپېریال او دنیا کې هم تر کنټرول لاندې وي. هغه ښځه چې کړه وړه یا عواطف یې د نرانو غوندې وي، لوړ پروازه، ګستاخه او نارینه ټولنې ته ګواښونکې بلل کېږي، له دوی تمه دا وي چې یوازې مننونکې او مهربانه وي. 

ګڼې داسې ښځې چې شته چې په خپل خوښي ډول د مرستندویې او اسانچاري دنده پر غاړه اخلي، لکه د مسنو یا عمر خوړلو پلار او مور مراقبت، خاوند ته پاملرنه، ناروغانو او اړمنو ته پام کول، چې واقعا په دې کار کې تر نرانو زیات مهارت لري. 

 

ژباړه او زیاتونه: ګل رحمن رحماني