ملګري ملتونه: سخت ژمي په افغانستان کې بشري ناورین نور هم شدید کړی

ملګري ملتونه: سخت ژمي په افغانستان کې بشري ناورین نور هم شدید کړی


  • 3 کاله دمخه (05/01/2022)
  • سمسور پرس
  • 879

سمسور پرس (چهارشنبه د مرغومي۱۵) د ملګرو ملتونو پر رسمي وېب پاڼه په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې افغانستان له سخت بشري وضعیت سره مخ دی او روان ژمی دا وضعیت نور هم ترینګلی کولی شي. 

سرچینه کاږي چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده چې ښایي بېوزلي او فقر په لنډه موده کې نور هم پراخ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې دوی اړمنو ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي، خو سختو ورښتونو د ګڼو ولایتونو لارې بندې کړې چې له دې وروسته به ډېری خلک د مرستو له رسېدو ناهیلي شي. 

دوی وایي د بشري مرستو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.