بغلان کې یو کس تر لفظي شخړې وروسته خپل ورور په ډزو وژلی

بغلان کې یو کس تر لفظي شخړې وروسته خپل ورور په ډزو وژلی


  • 1 کال دمخه (07/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 599

سمسور نیوز (۱۸وری۱۴۰۲) سیمه ییز مسؤلین وایي، په بغلان ولایت کې یو کس خپل ورور په ډزو ویشتلی او وژلی دی. 

دا پېښه تېره ورځ تر غرمې وروسته د مرکزي بغلان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوې ده. 

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني ویلي، چې د دغو دوو وروڼو ترمنځ پر کورنیو مسایلو شخړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې یو ورور وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې، د سمیع الله په نوم یو کس پر خپل ورور له ډزو او د هغه له وژل کېدو وروسته د ځایي پولیسو له خوا نیول شوی دی. 

د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي وو.