د هلمند جګړه؛ د سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پریښي.

د هلمند جګړه؛ د سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پریښي.


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1844

سمسور(دوشنبه د غوایي ۱۳) د هلمند په لښکر ګاه کې د طالبانو او افغان حکومت جګړو ګڼ شمېر هلمندیان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

یو شمېر ځایي سرچینو سمسورنیوز ته ویلي، چې له څو ورځو راهیسي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړې زور اخیستی، چې ګڼ شمېر خلک یې خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ کړي.

د سرچینو په خبره طالبان د عامو خلکو له کورونو څخه د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي، چې د مقابلو ځوابونو له کبله خلک اړ شوي، چې خپل ځایونه پرېږدي.

سرچېنې وایي اوس مهال یاد خلک د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته تللي دي.

په ورته مهال بیا د هلمند د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست پر حکومت او مرستندویه ادارو د مرستو غږ کړی، چې له یادو کډوالو سره لومړنۍ مرستې وکړي.