پاکستان کې د دوو قومونو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي

پاکستان کې د دوو قومونو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (16/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 537

په پاکستان کې د دوه قومونو ترمنځ د ډبرو سکرو د کان پر سر نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۱۶ تنه وژل شوی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا نښته تېره ورځ د خیبرپښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ په دره ادم خېل سیمه کې د سني خېلو او زرغون خېلو قومونو ترمنځ وروسته له هغې رامنځته شوه چې دواړه قومونه د یاد کان د سرحد معلومولو لپاره راټول شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو پر اساس، په دې نښته کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې پر دغه کان د یادو قومونو ترمنځ تر دې وړاندې هم شخړې رامنځته شوې وې.