امریکا وایي، له پاکستان سره د هغو افغانانو د خوندیتوب په اړه په اړیکه کې دي، چې امریکا ته ورتلونکي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو مېلر خبریالانو ته ویلي، چژ د زیان منوونکو او له خطر سره مخ افغانانو د ژوند خوندیتوب ډاډ باید ترلاسه شي.
نوموړي یو وار بیا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د نړیوالې پناه غوښتنې په لټه کې افغانان دې له خپل هېواده نه وباسي.
مېلر زیاته کړې، د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید له نړیوالو بشري بنسټونو سره د بشري مرستو رسولو لپاره همغږي شي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره مرستو دوام ورکوي.
بل خوا د کډوالو نړیوال سازمان تازه پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې وځنډوي.
د دغه سازمان په خبره، راستنېدونکي افغانان په سپین بولدک او چمن دروازو کې له ستونزو سره مخ کېږي.