ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر تهران ته ورغوښتی

ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر تهران ته ورغوښتی


  • 10 مياشتي دمخه (22/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 293

وروسته تر هغې، چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ایران کې د یورانیمو په غني کولو اندېښنه وښوده؛ تازه د دغه هېواد د اتومي پروګرام مشر د یادې ادارې مشر رافایل ګروسي ته بلنه ورکړې چې تهران ته ورشي.

د ایراني رسنیو د دغه هېواد د اټومي ادارې د مشر محمد اسلامي له قوله ویلي، چې ګروسي ایران ته د سفر نیت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې دا یې په اجنډا کې شامل دی.
ټاکل شوې، چې دا سفر د روان کال په می میاشت کې ترسره شي.

ګروسي ته دا بلنه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې هغه تر دې وړاندې ویلي وو، چې د یورانیمو د نه غني کولو په اړه د دوی له غوښتنو سره سره، بیا هم ایران په پراخه کچه یورانیم غني کوي.

ویل کېږي، چې رافایل ګروسي به د ایران په اصفهان کې د اتومي انرژۍ په اړه جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې هم وینا وکړي.

د یادونې ده چې تهران د یورانیمو د غني کولو په اړه تل د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې تورونه بې اساسه بللي دي.