ولې منفي فکر لرونکي خلک تل نیوکې کوي.

ولې منفي فکر لرونکي خلک تل نیوکې کوي.


  • 4 کاله دمخه (06/01/2021)
  • 1729

منفي فکر لرونکي اشخاص ولې تل نیوکه کوي؟

لیکوال: رومل مجروح سهاک

ځینې خلک تل نیوکه کوي، دوی ته مهمه نه ده، چې موضوع څه ده، هغوی دې ته هم نه ګوري، چې ته په کوم اړخ کې یې، تل مخالف دریځ خپلوي. 

 

دوی دې ته هم متوجه نه وي، چې کارونه څومره په ښه شکل روان دي.

داسې وګړي تل نیوکې ته د یوې دندې په سترګه ګوري، دغه ډول خلک د نیمګړتیاوو پر لټولو دومره زیار وباسي، ته به وایې، چې نوم یې دګینس په کتاب کې ثبتېږي.

 

له همدې امله پر هر چا او هر ډول شرایطو نیوکه کوي. دا ډول کسان په هر دفتر او کورنۍ کې پیدا کېدای شي.

دغه ډول خلکو ته ارواپوهانو د انرژۍ مصرفوونکو نوم ورکړی.

 

دوی همېشه نقد کوي او وایي، چې شرایط بېخي ډیر خراب دي او ټوله دنیا دخپلو مشکلاتو له امله ملامتوي.

دوی چې کله هوټل ته ځي نو په پیالو - پیالو چای څښي او د سګرتو څخه دوړې وباسي په دې پلمه، چې تفریح ته راغلي.

 

خو له دې نه دي خبر کوم کردار، چې دوی یې ترسره کوي نورې ستونزې هم زېږوي.

 

کله چې رابرټ فلتن خپله د بخار بېړۍ د هارډسون سیند په ساحل کې نندارې ته وړاندې کوله هغه خلک چې یادې نندارې ته راغلي وو، په دوی کې یو ډله بدبین خلک هم وو او دا چیغې یې وهلې، چې دا بیړۍ حرکت نه شي کولای

کله چې بېړۍ چالانه شوه او د سیند په لوري یې حرکت وکړ؛ نو همدې شکاکې ډلې بیا چیغې کړې، چې دا بېړۍ به هیڅ کله ونه درېږي.

یو شمېر خلک یوازې دموضوع منفي اړخ ته ګوري، چې دې ته زه بدبین (بد نیته) خلک وایم.

 

بدبینه وګړي څرنګه وپېژنو؟

 

۱- تل به له خپل ژوند څخه شکایتونه کوي.

 

۲- دا چې نن صحتمند دی ډارېږي، چې سبا به مریض شي.

 

۳- کله چې خوشحاله وي ډارېږي، چې هسې نه دا خوشحالي مې له منځه لاړه نه شي؛ نو له فکرونو سره لاس او ګریوان شي.

 

۴- تل د نورو عیب لټوي ترڅو هغه کم وښایي.

۵- تل به د یو څیز نیمه برخه ویني ډک طرف ته یې فکر نه وي.

 

۶- تل د نورو ناکامیو کې خپله بریا لټوي.