ګوترېش: د غزې ناورین دې بند شي؛ کوهن: ته باید له دندې ګوښه شې!

ګوترېش: د غزې ناورین دې بند شي؛ کوهن: ته باید له دندې ګوښه شې!


  • 1 کال دمخه (07/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 408

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش د امنیت شورا غړو هېوادونو ته په یو ځانګړي لیک کې لیکلي، چې په غزه کې باید دانساني ناورین مخنیوی وشي.

د نوموړي ویاند سټیفین دوچاریک په نیویارک کې یوې خبرې ناستې ته ویلی، ګوترېش د بشري ناورین د مخنیوي لپاره اړ شو، چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۹۹ مادې پر اساس د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لیک ولیکي.

د دوچاریک په خبره، په تېرو څو لسیزو کې دا ماده نه وه کارول شوې.

بل لورته اسرائیلو هم دغه لیک ته په غبرګون کې ویلي د انتوني ګوترېش د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن ویلي چې د ګوتریش دوره د نړۍ د سولې لپاره یو خطر دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د حماس او اسرائیلو ترمنځ په جبالیا پنډغالي او خان یونس ښار کې درنې جګړې شوې دي.