د سرپرست حکومت پلاوی د مسکو په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي

د سرپرست حکومت پلاوی د مسکو په نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي


  • 1 اونۍ دمخه (26/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 80

د سرپرست حکومت یو لوړپوړی پلاوی د مسکو په دیارلسمه نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي. 

ټاکل شوې، چې دا غونډه د مې له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د روسیې په ملي مرکز کې جوړه شي. 

ټاس خبري آژانس د روسیې امنیت شورا په حواله راپور ورکړی، چې دا غونډه به سږکال په لومړي ځل د کابل په کوربه‌توب ترسره شي.  

سرچینه زیاتوي، چې په دې غونډه کې به د آسیا د جنوب ختیځو هېوادونو ټولنې، برېکس، د شانګهای د همکاریو سازمان او د همګټو هېوادونو ټولنې استازي د امنیتي مسائلو په اړه خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت چارواکو په وار، وار ټینګار کړی، چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره دې له افغانستان سره همکاري وشي.