د اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره د روغتیا برخه کې مرسته کولای شو

د اسلامي همکاریو سازمان: له افغانستان سره د روغتیا برخه کې مرسته کولای شو


  • 1 کال دمخه (04/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 529

د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان استازي د عامې روغتیا سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دي. 

 

د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د عامې روغتیا وزیر د اسلامي هېوادونو له استازي سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو په ښه والي ټینګار کړی او ویلي يې دي، چې د هېواد په تولو برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.  

قلندر عباد همدارنګه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې ۳۰۰ روغتونونه او کلینیکونه جوړ کړي دي. 

د عامې روغتیا وزیر داسې مهال په دغه وزارت کې د لاسته راړونو په اړه خبره کوي، چې په هېواد کې سلګونه روغتونونه د درملو له سخت کمښت سره مخ دي.   

خبر پاڼه کې د روغتیا وزیر په حواله ویل شوي، چې هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې په برخه کې هم د پام وړ کمښت راغلی.    

له بلې خوا د اسلامي هېوادونو سازمان استازي په روغتيايي برخه کې د دغه سازمان د همکاريو پر دوام ټينګار کړی او ويلي دي، چې د روغتيا په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.