د پاکستان پوځ نن په يوه اعلاميه کې ويلي، نن هغه (يوم تکبیر) ورځ ده چې دغه هېواد په ۱۹۹۸ زيږديز کال کې د يو اټومي هېواد په توګه راڅرګند شو.
اعلاميه کې راغلي، پاکستان وروسته له هغې چې اټومي هېواد شو، جنوبي اسيا کې يې د خپل توازن سیاست ثابت کړ.
ياد پوځ دغه راز زياته کړې ده چې، پاکستان د يو اټومي هېواد په توګه له ځان د دفاع حق لري او د اټوم درلودل يې د سولې لپاره په زيان نده.
د ياد هېواد پوځ دغه راز له هغو کسانو مننه کړې ده چې پاکستان یې يو اټومي هېواد ګرځولی دی.