د پاکستان سوپر لیګ؛ د اسلام اباد لوبډله راج چلوي

د پاکستان سوپر لیګ؛ د اسلام اباد لوبډله راج چلوي


  • 3 کاله دمخه (15/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1367

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام په ۲۲ مه لوبه کې اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې کراچۍ کینګز لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې پچه د اسلام اباد لوبډلې وګټله او لومړی یې د کراچۍ کینګز لوبډله توپ وهنې ته راوبلله. کراچۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې جوړې کړې او د ۱۹۱ منډو هدف یې اسلام اباد لوبډلې ته کېښود. د کراچۍ لپاره بابر اعظم ۸۱ او افغان لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ ۷۱ منډې جوړې کړې. د نجیب په توپ وهنه کې څلور شپږیزې او پنځه څلوریزې شاملې وې.

د اسلام اباد لپاره عاکف جاوید، حسن علي، علي خان او محمد وسیم یو یو لوبغاړی وسوځوه.

اسلام اباد لوبډلې د ۱۹۱ منډو هدف په اسانۍ سره د لوبې په نوولسم اور کې پوره کړ او په ۸ ویکټو او ۸ توپونو یې کراچۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د اسلام اباد لپاره کولین منرو ۸۸ ناسوځېدلې او افتخار احمد هم ۷۱ منډې نا سوځېدلې منډې جوړې کړې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه افتخار احمد ته ورکول شوه، چې چټکې ۷۱ منډې یې په ۳۹ توپونو جوړې کړې، پنځه یې په کې څلوریزې او پنځه یې په کې شپږیزې ووهلې.

له دې وړاندې په تېره سیالۍ کې هم اسلام اباد لوبډلې د ۱۳۳ منډو هدف په اوپنینګ پوره کړی وه.