ولسي جرګه: اماراتي شرکت ته د هوايي ډګرونو قرارداد ورکول غیر قانوني کار دی

ولسي جرګه: اماراتي شرکت ته د هوايي ډګرونو قرارداد ورکول غیر قانوني کار دی


  • 4 کاله دمخه (05/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1193

 

ولسي جرګه وایي اماراتي شرکت ته د هوايي ډګرونو د قرارداد ورکول او د امنیتي خدماتو سپارل غیر قانوني کار دی.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د هوایي ډګرونو د امنیتي خدماتو او ځمکنیو انتقالاتو قرار داد له مخکیني شرکت سره تر پای ته رسېدو مخکې په غیر قانوني توګه یوه اماراتي کنسرسیوم ته لېږدول شوی دی.

دغه کمیسیون وایي چې دا پروژه نه اعلان ته سپارل شوې ده او نه هم پکې نور تدارکاتي قوانین په پام کې نیول شوي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي چې په همدې تړاو به د هوایي چلند ادارې چارواکي د وضاحت لپاره را غواړي.

په ورته وخت کې ددغه ادارې رییس قاسم وفايي زاده بیا وایي چې دا قرار داد د چارو ادارې له لوري یاد شرکت ته ورکړل شوی دی او ټول قانوني موارد یې په پام کې نیول شي دي.