د سینګارتونونو تړل کېدو  افغان مېرمنې اندېښمنې کړي

د سینګارتونونو تړل کېدو افغان مېرمنې اندېښمنې کړي


  • 1 کال دمخه (27/06/2023)
  • صحت سمسور
  • 621

طالبانو په افغانستان کې په زرګونه ښځینه سینګارتونونه وتړل او زیاتره مېرمنو چې د دې لارې یې خپلو کورنیو ته نفقه ګټله خپل روزګار له لاسه ورکړ.

په افغانستان کې دښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو په اساس د سینګارتونونو بندېدلو سره پ دې هېوا کې شاوخوا ۱۲ زره سینګارتونو کې نږدې ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي دي.

ننګرهار کې سینګارتون ته تلونکي هیله وایي، چې طالبانو ترې دا حق هم واخېسته او تر دې وړاندې یې د زده کړو او کار حق ترڅنګ نور حقونه هم اخېستل شوي دي.

نوموړې سمسور نیوز وېب پاڼې ته وویل: (( زه دلته  سینګارتون ته د دې لپاره راتلم چې د خپل راتلوونکي ژوند په اړه خبرې وکړو. دا حق یې هم له موږ واخېسته، موږ سره به د طالبانو دا د ښمني تر کومه روانه وي، د تفریح ځایونو ته د تګ اجازه نشته، ښوونځيو ته د تګ اجازه نشته، پوهنتون دروازې زموږ پرمخ تړلي موږ چېرته لاړې شو او څه وکړو؟))

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې جمهوریت سقوط شو او طالبان واکمن شول؛ نو د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو تعلیم او کار محدود کړی او پارکونو، تفریحي ځایونو او جیمونو ته یې د ښځو پر تګ باندې بندیز لګولی دی.

طالبانو په وروستي فرمان کې چې تېره میاشت د هېواد په کچه د زرګونه ښځینه سنګارتونونو د بندېدلو امر وکړ.

همدا تېره اوونۍ په کابل کې طالبانو د ښځینه وو لاریوونکو پر هغه مظاهرې ډزې وکړې چې د سینګارتونونو بندولو د فرمان خلاف راوتلې وې او د خپل حق غوښتنه یې کوله چې د دې لارې یې خپلو کورنیو ته نفقه برابروله.

په کابل کې مې د یوې سینګارتون مالکه وپوښتله هغې راته وویل مجبوره وه چې په یو لاسلیک به په خپله خوښه سینګارتون بندوي او د فعالیت جواز به طالبانو ته سپاري.

نوموړې نه غوښتل چې خپل نوم سمسور نیوز وېب پاڼې ته واخلي خو ویې ویل:((زما لپاره ډېره ویروونکې او له ډاره ډکه صحنه چې طالبان په وسلو سمبال راغلل او له مایې وغوښتل چې سینګارتون دې بند کړه. زه ښځه وم ما به څه کړی وی)).

د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنكر وزارت د سینګارتونونو د جبري بندېدو لپاره د جون میاشت ټاکلې وه چې په ټول هېواد کې دې سینګارتونونه وتړل شي.

دغه وزارت ویلي و چې د ښځینه و سینګارونه غیرې شرعي دي او په سینګار پیسې لګول پر بې وزله کورنیو فشار زیاتوي.

یاد وزارت په خپور شوي فرمان کې راغلي چې زیات «میک اپ» د لمانځه لپار په لازمه بڼه اودس څخه منع کوي او د بڼو مصنوعي غزول او د وېښتانو اوبدل هم منع دي.

پدې فرمان کې چې یوه کاپي چې فرانس پرس ترلاسه کړې، ویل شوي چې دا فرمان د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د لفظي لارښوونو پراساس خپور شوی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» ویل‍ي چې دغه بندیز د ښځو پر حقونو نوی محدودیت دی او دا چې د افغانستان پر اقتصاد به هم منفي اغېزه وکړي.

یوناما زیاته کړې د طالبانو یاده پرېکړه د ښځو کاروبار د ملاتړ له اعلان سره ټکر کې ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له حاکمو چارواکو غوښتي چې په دې تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي.

طالبانو که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې ښځینه سینګارتونونه پرانیستي پرېښودل؛ خو د دغو سالونونو پر لوحو او د مخې پر ښيښو د ښځو د کښل شویو عکسونو د څېرو پټولو لپاره رنګونه وموښل شول.

باید وویل شي، چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهېسې په افغانستان کې د ښځو حقونه او ان بنسټېزې ازادۍ ورځ تربلې محدودېږي.‌

راپور: صحت سمسور