پاخه عمر لرونکو کسانو ته د کرونا واکسین ورکول کیږي

پاخه عمر لرونکو کسانو ته د کرونا واکسین ورکول کیږي


  • 3 کاله دمخه (03/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1568

سمسور(شنبه- وری- ۱۴) د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه کسان چې عمرونه یې له ۵۰ کالونو پورته دي، کډوال شوي، بې ځایه شوي او یا هم کومې ناروغۍ ولري، ژر تر ژره دې د کرونا د واکیسن لپاره روغتیایي مرکزونو ته ورشي.

د یاد وزارت ویاند، دستګیر نظري ویلي، چې په لومړیو کې به لس کټګوري کسان، چې د ټول هېواد د نفوس ۲۰ سلنه په بر کې نیسي واکسین کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کب میاشتې به ۵مه نېټه د په ټول هېواد کې د کرونا د واکیسن تطبیق پیل شو، چې په لومړیو کې افغان امنیتي ځواکونو، روغتیایي کارکوونکو، خبریالانو او ښوونکو ته وشو.

د مالوماتو له مخې د کرونا ویروس دریمه څپې هم د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې حرکت پیل کړي، چې د (بریټانوي کرونا ویروس) په نوم نومول شوې او په هرات ولایت کې یې تازه پېښه هم ثبت شوې ده.