د اسرائیلو لومړي وزیر د اردن او کرانه باختري په سرحد کې د دریو اسرائیلي وګړود وژل کېدو پړه پر ایران وراچولې.
بنیامین نتانیاهو دغه ورځ یوه سخته ورځ بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسرائیل د ایران په مشرۍ له یوې وژونکې ايډیالوژۍ سره مخامخ دي.
نوموړي همداراز ادعا کړې، چې ددې ډول کړنو هدف د اسرائیلو تر منځ اختلاف رامنځته کول دي.
د یادونې ده چې یو اردوني وګړي په ډزو درې اسرائیل وژلي دي او د مالوماتو په اساس بریدګر هم وژل شوی دی.