سور صلیب: سږ کال مو د جګړې ډګره ۱۵ جسدونه انتقال کړي

سور صلیب: سږ کال مو د جګړې ډګره ۱۵ جسدونه انتقال کړي


  • 3 کاله دمخه (02/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1207

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشتې ټولنې مسئولان وایي، چې په افغانستان کې د جنګ ښکیل اړخونه جنګي قوانین نه مراعاتوي، جګړو شدت پیدا کړی او سږ کال یې د جنګ له میدانونو څخه ۱۵سوه جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې استازي وايي، چې جنګ کې ښکېل لوري باید جنګي قوانین مراعات کړي، څو ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز مشر وايي، دوی هڅه کوي، چې د جنګ ښکیلو خواوو ته د جنګ نړیوال قوانین ور زده کړي او له ښکیلو خواوو غوښتنه کوي، څو ملکي خلکو ته زیان ونه رسوي.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز رییس خوون پدر شرر وايي « موږ د جنګ ښکیلو خواوو ته دا زده کړه ورکوو، چې ملکي کسانو ته د جنګ په وخت کې ضرر ونه رسوي، موږ ورته د جنګ نړیوال قوانین بیانوو او په ټول هیواد کې مو فعالیتونه دوام لري که هغه د دولت سیمه ده او که له دوی څخه بهر.»

په کابل کې د سره صلیب نړیواله کمېټه داسې مهال د جنګ له ښکیلو خواوو څخه د جنګي قوانینو د مراعت کیدو غوښتنه کوي، چې تر ډيره د جنګ قربانیان عام وګړي دي.