تېرکال؛ د کرنې وزارت: هېواد کې د شړشمو څه باندې زر ټنه غوړي ترلاسه شوي.

تېرکال؛ د کرنې وزارت: هېواد کې د شړشمو څه باندې زر ټنه غوړي ترلاسه شوي.


  • 3 کاله دمخه (27/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1612

د کرنې وزارت وایي، د دې وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست شمېرې ښیي، چې د تېرکال په ترڅ کې، د هېواد د شړشمو له کروندو څخه، د شړشمو یوزرو ۲۹۸ ټنه غوړي تولید او تر لاسه شوي دي. 

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، تېرکال د هېواد په کچه په یوزرو ۴۵۷ هکټآره ځمکه شړشم کرل شوي وه. 

یاد وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، د شړشمو ډېری کروندې، د سمنګان، تخار، بدخشان، بغلان، کاپیسا او غزني په ولایتونو کې شتون درلود. 

باید وویل شي، د شړشمو غوړي یا تېل ډېرې روغتیايي ګټې لري، چې د درملو په توګه د استفادې سربېره په پخلي کې هم کارول کېږي.