د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وایي، چې چین له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د ملي دفاع سرپرست افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مولوي محمد یعقوب او یوشیایوینګ ترمنځ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي یعقوب ویلي، چې د نوي حکومت په راتګ سره د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې ټینګې شوېدي.
خبرپاڼې د چین استازي له خولې کاږلي، چې هېواد یې له افغانانو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.