ستاريكوف ناول لومړی برخه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمس الله خوستى
  • 1659

ښوونكي  دلوست په پيل كې پرليكدړه غټ وليكل (افغانستان) بيايي مخ دزده كوونكيوپه لور واړاوۀ ټول يي برسېرن وڅارل ،ويي ليدل چې زده كوونكي څك دي او پرليكدړه ليكل شوى نوم ګوري ، ښوونكي سرځوړندكړ ،ورو ،ورويي څو،واړۀ ګامونه واخيستل اوله ليكدړې يي ځان يوې خواته كړ،مخامخ يي پرليكدړه ليكل شوي نوم ته ګوته ونيوه، بيايي څنګزن دزده كوونكيوپه لور وكتل ،ويي وې ،پوهېږئ ولې مې دانوم وليكه !؟زده كوونكي غلي شول دهواوناځواب يي ورنكړ.
زده كوونكيوددۀ په لور برند كتل،دوئ ګمان كاوۀ چې بيا به په افغانستان كې كومه نوې پېښه رامنځته شوې وي كه څنګه ښوونكي دانوم پرليكدړه وليكه! ښوونكى دزده كوونكيوپه لورنېغ ودريدۀ ،ويي وې ،ولې غلي يئ!؟ غوښتل يې نورڅه هم ووايي خويوۀ زده كوونكي دځواب وېيلولپاره ګوته پورته كړه ،ښوونكي بې لدې چې هغه وپوښتي ،په نوروزده كوونكيو نظرتېركړ،ويې وې :بل كوم يو پوهيږي ؟ زده كوونكي غلي وو،كله چې ښوونكى پوه شونورزده كوونكي ګوتې نه پورته كوي  نويې همغه زده كوونكي ته اشاره وكړه،ستاريكوف  دښوونكي په اشاره ودريدۀ ،ويي وې ، صيب كه موخه دافغا نستان دهېواددموقعيت اوڅلورو خواووپېژندنه وي فكركوم ټول يي پېژنو ،كه بل څه وي نوله يوۀ نوم څخه به څه  پوهـ شو.
 ښوونكى بې لدې چې څه ووايي ،ليكدړې ته نېږدې شوپه سپين ، سرۀ اوشنۀ درې رنګه بېلابېلو تباشيرانويي د افغانستان نقشه انځوركړه،له پاكستان سره ګډه پوله يي په سرۀ، له اېران سره ګډه پوله يي په شنۀ ا وله شوروي اتحا دسره ګډه پوله يي په سپين تباشيرټكي ټكي وكښله .
ښوونكي دنقشې له انځورولو وروسته ،دافغانستان څلور خواوې وښودې ، ورو، ورويي خبره دافغانانوپه تېر تاريخ راوسته، بيايي دشوروي اتحاداو افغانستان پر خپلوۍ خبرې وكړې . . .
ددۀ خبرې ټولوزده كوونكيو په غور سره اورېدې، ښوونكي ووې: په هغه هېواد كې دشوروي اتحادډېرې ګټې دي، د هغو له مخې به زموږ د پرمختګ بريدكچه(ساحه) ډېره پراخه شي، په ټوله نړۍ كې به بل داسې هېواد پيدانشي  چې له شوروي اتحادسره سيالي وكړاى شي .
 دامهال په روسيه كې دافغانستان په ا ړه ګرمې خبرې كېدې ،ان اووۀ كلن هلكان هم دافغانستان له نوم سره اشنا وو، په ښوونځيونو كې به زده كوونكيوته هغه فلمونه ورښكاره ول كيدل چې روسانو به پكې برى موندلى ؤ، د وېتنام دجګړوپه فلمونو كې به روسي اتلان ښوول كيدل ،د هغو جنرالانو ستاينې به كېدې چې دجګړې د ګټلو له امله به يي ډېر مډالونه اخيستي وو.
 ښوونكي دافغانستان په اړه په خبرو كې وې: زموږ اتلان به په نېږدې راتلونكي كې افغانستان ته لاړشي ، ښوونكي چې مخ بلې خواته واړوۀ،ستاريكوف په شوخۍ سره خپله ګرانه ټولګيواله ملګرې (ليدا) په څنګ ووهله،خولۀ يې ورنېږدې كړه،ورته ويي وې،زه به هم افغانستان ته لاړشم،اتل به وم،ليدا چې ښوونكى پر ليكدړه لګيا وليد نويي په مسخرايي مسكاسره ستاريكوف ته ووې:هرڅوك كله تللى شي .
ــــ ډارن درته ښكارم ؟
 ليدا، د سترګوپه كونجونوكې وروكتل ، مسكه شوه ، غوښتل يي چې څه ووايي ، خو ښوونكي مخ راواړوۀ، ليدا،اوستاريكوف دواړه دښوونكي په لور داسې څك شول لكه هېڅ يي چې نه وي كړي.
ښوونكي پدې اړه يوڅوخبرې وكړې بيايې ساعت ته وكتل، ويي وې : نن ورځ نورلوستونه نشته دښوونځي په انګړكې يوفلم ښودل كيږي ټول زده كوونكي به يي ګوري  ...
لږمهال ورسته  زنګ ووهل شواوكله چې ښوونكى له ټولګي ووت،ټولوزده كوونكيو بيړه كوله چې زرله ټولګي ووځي او د فلم كتو لپاره مخكې ځايونه ونيسي،ستاريكوف لا د كتابونو په برابرولولګيا ؤچې ليداپه مټ يوه وړه څپېړه وركړه لدې سره سم يې ورته ووې ، زرشه اتله! ټولومخكې ځايونه ونيول ، ستاريكوف هېڅ ونه وې ، كتابونه يي ، برا بركړل ،له ليدا سره يو ځاى له ټولګي ووت ، هلكانواو جونو يوله بله دمخكې كيدو هڅه كوله ټول په منظموليكوكې كينا ستل.
دفلم پرده دښوونځي دلوى ديوال پرمخ راځړول شوې وه او دګرځنده سنيمالرونكي موټرڅخه چې دښوونځي دانګړپه وروستۍ برخه كې درول شوىى وو،ورباندې دفلم وړانګې و لګېدې اوفلم پيل شو،ستاريكوف په زړه كې نيولى غوندې ؤ ،پدې نه پوهيدۀ چې په فلم كې څه ګوري ،ليدا به چې كومه خبره ورته كوله دۀ به ډېر ځله په هو ، او نا ځوابوله ،په فلم كې سراسر جنګ ؤ،ليدادفلم په سركې له ستاريكوف څخه دفلم دهرې برخې په اړه پوښتنې كولې ،خو،وروسته يي په زړۀ وپوهيده، چې هغه خپه دى ،ليدادفلم تراخېره دهرې پاروونكي برخې په اړه يوه نيمه پوښتنه ترې كوله ،خوپه هغه ډول نه، لكه دفلم په لومړيو شيبو كې .
ليداچې دستاريكوف په خپګان پوهه شوه له همغې شيبې داهم په زړۀ كې نيولې وه ،خودۀ ته يي په ښكاره څه نه وې ،په زړۀ كې وروګرځيدل چې ستاريكوف څوورځې مخكې هم ترې خپه ؤ، خوبيا زرپخولاشو،دماشوم غوندې خوى لري ،په نۀ خبره خپه كيږي او بياپه نۀ خبره پخولاكيږي هم،سباته به داخبرې ترې هېرې وي ،يوځل يي په زړه كې ووې ،اوس به يي پخولاكړي،ورته وايي به چې ټوكې يي ورسره كولې بيايې ووې نا، تر سبا پورې پخپله ښه كيږي .
 ليداسترګې دفلم پردې ته نيولې وې خوله ځا نه سره په اندېښنو كې ډوبه وه، چې كله دزده كوونكيوزوېږ شو دليدا د فكرونه لړى وشلېدله ،لدې سره سم يې دفلم په پردۀ وليدل ، پاى.
زده كوونكيوته اعلان وشو،چې په ارام له ښوونځي ووځي، ستاريكوف اوليدا هم له نورو زده كوونكيوسره يوځاى د ښوونځي له لويي دروازې بهر ووتل د دروازې ترمخ دزده كوونكيوپه ګڼه ګوڼه كې ستاريكوف له ليداڅخه ځان يو دوه ګامه شاته كړ،دليداپام نه ؤهمداسې دزده كوونكيوپه منځ كې پرمخ روانه وه،ستاريكوف له ځان سره ووې چې دليداورته ندى پام،نوپه بيړه بېرته دښوونځي په دروازه ننوت بيايي له دروازې غلې وكتله ،ليدا هماغسې روانه وه، دى خپل ټولګي ته لاړاوځان يي هلته ترې پټ كړ،په زړۀ كې وروګرځيدل،كه هغه ورپسې ټولګي ته راشي،نوبيا!،خوورته وبه وايي چې په ټولګي كې كتاب ترې هېر شوى ؤ، بيا يي زرقلم اوكتابچه راواخيستل،دنن ورځې هغه څه يي زر،زريادښت كړل چې ددۀ لپاره په زړه پورې وو،ددۀ داعادت ګرځيدلى ؤ چې څه شى به ورته په زړه پورې ښكاره شول نوبه يي له ځانه سره يادښتول، ستاريكوف يادښت وليكه اولږځنډپه ټولګي پاتې شۀ ،شيبه وروسته له ټولګي راووت، د ښوونځي دلويي دروازې په لوري روان شو، كله چې دروازې ته ورسيد، غلي يي بهر وكتل ،زده كوونكي تللي وو،يونيم زده كوونكى چې له ښوونځي څخه ناوخت وتلى ؤ ،په نېږدې شاوخواكې تر سترګو كيدۀ ،ستاريكوف چې له دروازې بهر ووت شاوخوايي وڅارله،ليدايي ترسترګونشوه ، دۀ ته په زړۀ كې ورګرځېدل كه ليداپه كوم ځاى كې ورته پټه وي او ويې ويني،دى به څه ورته وايي !؟ خوورته وايي به چې په ټولګي كې كتاب ترې هېرؤ،بيايې يوه بله خواوكته، ډاډه شو چې هغه تللې ده،ګني اوس به يې وختي ورباندې غږكړى ؤ،په چورتونوكې كورته روان شو، د ليداخبرې يي په زړۀ كې تاويدې راتا ويدې ( هرڅوك كله تللى شي،پاڅه اتله ... !) بيايي له ځان سره ووې، ښايي ليداله ښه نيته ورته ويلي وي،هغې به دافكركړى وي چې زده كوونكي كله داسې ځاى (افغانستان ) ته تللى شي ،بيايې فكروكړچې كه داسې وي نوولې يي ورپورې وخندل؟ هرومرويې دډارن ګمان ورباندې كړيدى، نه،نه كه داسې وى نو ولې ورسره مينه كوي؟ هو! دا رښتياده چې مين ازمويل كيږي ..... ستاريكوف كورته ورسيد، خوپدې ونه پوهيدۀ چې په كومه لار ،څنګه اوڅومره وخت كې تركوره ورسېد؟ سبا چې ښوونځي ته لاړ،ليدانه وه راغلې، د ستاريكوف سترګې وې چې هغه به راشي خودى به تر هغه ځان ترې پټوي چې دلوست دپيلېدامهال شي،كه لدې مخكې ورسره وويني هغه به دتېرې ورځې له پټېدا ورته وايي ،خودى به  ورته  همغه خبره كوي چې په ټولګي كې ترې كتاب هېرؤ. 
ليدادلوست ترپيلېدارانغله ،پرستاريكوف ورځ ناارامه تېريده،په لوست نه پوهيدۀ، ستاريكوف تردې مهاله دومره دمينې درد نه ؤحس كړى لكه پدې  ورځوكې ،له ځان سره يي ووې ښايي ليدا خپه شوي وي،څنګه به يي پخولاكوي ؟ پرون خو ترې پټ شوى ؤ،اوس به شرم وي چې پخولاكوي يي،پرون به چې ليدادفلم په اړه ورڅخه پوښتنې كولې دۀ به سم ځواب نه وركاوۀ،هغې به ورسره كيسې كولې خودۀ ځان ترې نيولى وو، هغه هرومرو خپه شويده ..........
 ستاريكوف ټولګي كې نا ست په سوچونوكې ډوب ؤ،د ښوونكي په يوه خبره م نه پوهېدۀ، له ځانه سره يي دليدا دپخولاكولوپلانونه جوړول ،چې څنګه به وكولى شي هغه پخولاكړي ،نڅا په يي په زړۀ كې راوګرځيدل چې دى به ليدانه پخولاكوي هغه به دى پخولاكوي،ځكه چې دۀ ځان  ترې خپه كړيدى،اوس شرم هم دى چې يوځل يې ځان ترې خپه كړى بيايې پخولاكوي هم،له ځان سره يي پرېكړه وكړه، ترهغې چې ليدادى پخولاكړى نه وي دى به ور با ند ې  غږ نه كوي .
له ښوونځي چې كورته لاړ،تېر ماسپښين يي دتليفون زنګ واوريد،په بيړه يي غوږۍ پورته كړه ،دليدا هېلو! غږيې واوريدلكه ساړه يې چې ونيسي وبوږنېد،ځان يې وروښود،له ډېرې ورخطايۍ يي ورته ووې :اورم ــ ستاريكوف خبرې كوم .
له سلام وروسته ليدا دخپلې ناروغۍ په هكله ورسره خبرې وكړې ، ډاكتر ورته د ارام كولوويلي وو، لدې امله ښوونځي ته هم نه وه تللې،ښايي  سباته هم نشي لاړه .
ستاريكوف سرترپايه ګړبېدۀ،په تندي يې څاڅكي، څاڅكي خوله ووته،دى نه پوهېدۀ چې څه ووايي، خودليداخبروته يي غوږنيولى ؤ،دهغې دخبروپه ځواب كې به يې هو،ډېره ښه ده ،ارام وكړه ارام ښه دى ...... ويْل،له خبرو، وروسته ستاريكوف غوږۍ كېښوده ،له خوښۍ په جاموكې نه ځايېدۀ هغې ددۀ دپټېداپه اړه چې په ښوونځي كې ترې پټ شوى ؤهېڅ ونه ويل ،دۀ فكر كاوۀ چې ښايي ترې هېر وي، دليدا دناروغۍ په اړه ورسره اندېښنه ځكه نه وه چې هغې په تليفون كې ورته وويل چې سر يي خوږيږي ،لدې امله يې زړه له خوښۍ په كوركې تنګ شو،نه پوهېدۀ چې څه وكړي ،خواخېر ښار ته دتلو په نيت له كوره ووت، په ګړنديو ګامونوروان ؤ، پدې نه پوهيدۀ چې ښارته ولې ځي ،خوپه زړۀ كې خوښ ؤ ،سر يې ټيټ نيولى ؤ له ځا نه سره يې سندره زمزمه كوله، نڅاپه يې غږ تر غوږوشو، ستاريكوف  ! ستاريكوف! دۀ يوې بلې خواته مخ واړوۀ ددۀ ملګرى لېونيديې وليد چې لاس ښوروي ددۀ په لوري ګړندى ګړندى روان دى، چې ورنېږدې شو،ورته ويې وې : ډېرغږونه مې درته وكړل خوتاسر ټيټ نيولى ؤ،ستاسندرې مې اوريدې خو تا زما غږنه اورېدۀ ،كله چې لېونېدورته راورسېدنو ستاريكوف لاس وراوږد كړ ستړې مشې يې سره وكړه، ګډ دښار په لوري روان شول، په لاره يې په خبروخبروكې افغانستان ته د روسي سرتېرود تګ خبره سره ياده كړه ،ليونېد ورته وويل زه هم روان يم ، اوس مې څو ورځې رخصتي ده ، داڅو ورځې قرارګاه ته نه يم تللى ،په همدې خا طريې رخصتي راكړې ده چې پدې نېږدې ورځوكې به افغانستان ته ځو .
ستاريكوف : موږته هم ښوونكي ويلي وو چې زموږ سرتيري افغانستان ته روان دي .
ليونېد: هو! له هرې قرارګاه څخه يې يو شمېر سرتيري غوښتي دي،زموږ له قرارګاه څخه يې هم لس تنه رسمي غوښتي دي، پدې لسوكې يوزه هم يم . ليونېد دا خبره وكړه بيايې له ساړۀ اسوېلى سره ووې څه وكړو امر دى .
ـــ داسې خبره دې وكړه لكه خپه چې يې !
ليونېدپه وچوشونډو ورته ووې :څه به ووايم ،خپه م يم او خپه م نه يم .
ــ څنګه !؟
ــ پدې خپه يم چې ښايي هلته له ستونزوسره مخ شو، خوبياچې نور خپلخوښي ووينم نوزمازړۀ هم ډاډه شي ،نه پوهېږم ،هلته به موږڅه وړ، ستاريكوف خبره ترې ونيوه ويې وې چې دا سې ده نوماهم په خپلخوښو كې وشمېره، ليونېد د ستاريكوف خبره ټوكه وګڼله، ورويې ورته ووې: ته څه غواړې چې ځې.
ـــ څه موده به تېره كړم ،كه مې زړۀ په تنګ شو،بېرته به راشم .
داخبره دلېونېدپه زړۀ پوره نه لګيده، دۀ فكركاوۀ چې ستاريكوف ټوكې كوي، نويې خبره ورسپينه كړه ،ورته ويې وې رښتياوايې كه ټوكې كوې؟
ـــ ټوكې نه درسره كوم،رښتيتا وايم خامخاځم،خوداكا ر تۀ وكړه چې  سبا زمانوم ستاسوپه قرارګاه كې د خپلخوښولېست ته وركړه.
ـــ زه خوقرارګاه ته نه ځم ،څوورځې رخصتي لرم او بل هلته چې پخپله ورنشې ،نوم دې نه ليكل كيږي .
ـــ  ښه نو دواړه به لاړشو.
دواړوداسره خوښه كړه چې سبا قرارګاه ته لاړ شي ، هلته د ستاريكوف نوم د خپلخوښوپه لېست كې وركړي .