د سعودي عربستان او چين تر منځ د لویو اقتصادي تړونونو د لاسليک اعلان:

د سعودي عربستان او چين تر منځ د لویو اقتصادي تړونونو د لاسليک اعلان:


  • 2 کاله دمخه (09/12/2022)
  • وحید نوشیر
  • 777

سعودي عربستان د اومه (خامو) تيلو  په مارکیټ کې د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکی هيواد دی.

 

بل خوا چين د انرژۍ تر ټولو ستر مشتري/اخيستونکی هيواد دی.

 

په بل عبارت سعودي عربستان د عرضې او چین د تقاضا د نړۍ تر ټولو عمده هيوادونه دي.

 

۱) اټکل دا دی چې د سعودي او چين تر منځ به د ۳۰ ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شي، د یادولو وړ ده چې چين څو اونۍ مخکې له قطر سره هم د ۶۰ ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت د طبعي ګازو تړون لاسليک کړ.

 

۲) اوس مهال د سعودي او چين تر منځ د کال شاوخوا ۹۰ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کيږي (چين د سعودي تر ټولو ستر تجارتي ملگری دی).

 

۳) سعودي عربستان هڅې کوي چې د تيلو لپاره نوي بازارونه پيدا کړي، ځکه اټکل کیږي چې لویدیځ هيوادونه به راتلونکي کې د تيلو بديل (گرين انرژي) پيدا کړي او د اوس په پرتله به یې تيلو ته اړتيا کمه شي.

 

۴) سعودي غواړي د خپل اوږد مهاله ستراتيژۍ چې د Saudi Vision 2030 په نوم ياديږي او د ۵۰۰ ميلياردو امريکايي ډالرو يوه ډيره لويه پروژه هم په کې شامل ده چینايي پانگوال او کارگران وهڅوي تر څو سعودي ته د تشبث او کار لپاره ورشي.

 

۵) بل خوا د امريکا او سعودي تر منځ سوداګري مخ په کميدو ده؛ په ۲۰۱۲ کال  کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ۷۶ ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کیده، چې اوس دا کچه نږدې ۲۹ ميليارده امريکايي ډالرو ته راکمه شوی.