کورنیو چارو وزارت وايي په کابل کې دوو چاودنو پنځه کسان وژلي دي. یادې چاودنې په ۱۳ مه حوزه او دوهمه یې د شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پر ټونس ډوله موټر شوې ده، چې پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا وايي، چې ښايي مرګ ژوبله زیاته شي.
د یادو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.