ولسمشر غني: افغانانو سره دوښمني درنه بیه لري؛ خو طالبانو دا دوښمني په بیه اخیستې‌ده

ولسمشر غني: افغانانو سره دوښمني درنه بیه لري؛ خو طالبانو دا دوښمني په بیه اخیستې‌ده


  • 3 کاله دمخه (02/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1452

ولسمشر غني وایي، افغانانو سره دوښمني درنه بیه لري؛ خو طالبانو دا دوښمني په بیه اخیستې ده. 

ولسمشر محمداشرف غني نن د ملي شورا په ځانګړې ناسته کې د خبرو پر مهال وویل، موږ د سولې لپاره ډېره نرمي وښوده؛ خو زموږ دوښمن داسې فکر وکړ چې ګواکې موږ ضعیف یو. 

ولسمشر دغه‌راز د خپلو خبرو پر داوم وویل، خلک فکر کوي چې طالبان نرم شوي دي؛ خو دی وایي، چې دوی لا سخت شوي او مزدور شوي دي. 

ښاغلي غني ورته مهال په دې ناسته کې وویل، لا هم وخت دی طالبان دې له افغان ولس سره یو ځای شي؛ خو زیاتوي، چې دوی زموږ په تاریخ او جغرافیې حجوم راوړی دی. 

د ده په خبره، "موږ له یو شورش سره مخ یو، چې درې بعدونه لري. اول: طالب، لا سخت شوی، قاتل شوی، نه تنها چې اړیکې یې له نړیوالو ترهګرو سره پرې کړې بلکې لا یې د اسلام په مقدساتو، ښځو او مدني فعالانو خپل بریدونه ډیر کړل. موږ منظم امنیتي پلان لرو چې په شپږو میاشتو کې به فتنه ختمه کړو او بېرته به عادي حالت ته وروګرځو. ملي دفاع وزارت به لرې سیمې وساتي، داخله وزارت به ښارونه او ستراتېژیکې ولسوالۍ وساتي، ملي امنیت لوی ریاست به د کشف او د ولسي پاڅون کوونکو منظم کول او جذبول وکړي." 

ولسمشر غني وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له‌ کبله، د رامنځته شویو خطرونو مدیریت زموږ مسوولیت دی؛ خو د نوموړي په وینا، چې هر وکیل زرګونه پلویان لري؛ نو یو ملي همغږي وکړئ، چې دوښمن ته قاطع ځواب ورکړو. 

ولسمشر دا څرکندونې نن په ملي شورا کې د ده په مشرۍ، وکړې، چې پرمهال یې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسان، د ملي مصالحې مشر او د دواړو شراګانو غړيو پکې ګډون درلود.