قریشي: د چین غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکوو_سمسور نیوز

قریشي: د چین غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکوو_سمسور نیوز


  • 3 کاله دمخه (17/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1331

سمسور(چهارشنبه د لړم ۲۶)د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، چې هڅه کوي بېجینګ کې د  افغانستان په تړاو جوړېدوونکې غونډې ته طالبان هم ور وغواړي.

دغه ناسته، چې په راتلونکي زېږدیز کال کې ترسره کېدوونکې ده، ګاونډي او د سیمې هېوادونه په کې ګډون کوي.

قریشي، له ترویکا غونډې وروسته د بېجینګ د ناستې یادونه وکړه، خو تر اوسه د یادې ناستې ټاکلې نیټه نه ده څرګنده شوې.

د شاه محمود قریشي د دغو څرګندونو په اړه اسلامي امارات او چین تر اوسه څه نه دي ویلي.

قریشي په داسې مهال یادې څرګندونې کوې، چې شنونکي باور لري، چین او پاکستان د طالبانو کلک ملاتړي دي او دغه راز چین هڅه کوي د امریکا پر وړاندې د طالبانو ښه دوست پاتې شي.

سمسور نیوز