ننګرهار؛ پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

ننګرهار؛ پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې


  • 2 کاله دمخه (24/05/2022)
  • سمسور
  • 714

سمسور (۳غبرګولی۱۴۰۱) د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.

د راپورونو له‌مخې، چې دغه وسلې په مرکز جلال اباد، مهمندرې او تورخم ښارګوټي کې نيول شوې دي. 

د ننګرهار د استخباراتو د رييس ډاکټر بشير ویلي، چې د يادو وسلو د قاچاق په تور يې څلور تنه نيولي هم دي.

باید وویل شي، چې د نيول شويو وسلو د ډول او اندازې په اړه لا رسنیو سره مالومات نه دي شریک شوي.