ګوترېش: د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ کلک ولاړ یوو

ګوترېش: د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ کلک ولاړ یوو


  • 1 کال دمخه (14/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 734

سمسور نیوز (۲۳کب۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی.

انتونیو ګوترېش پرون په ملګرو ملتونو کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړل شوې دي. 

هغه افغانستان ته د ملګرو ملتونو پلاوي وروستي سفر ته په اشارې ویلي، چې دا سفر په سختو شرایطو کې له افغان ښځو سره د دوی د ژمنتیا ښکارندويي کوي. 

د ملګرو ملتونو سرمنشي یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار له حقونو محرومې دي.