امریکا هیله ښودلې، چې طالبان به په افغانستان کې په ټولو برخو کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چې اوسمهال په دوحه کې او هیله لري، چې طالبان په ټولو برخو کې په ځانګړې توګه د امریکایي وګړو د خوندي وتلو پر ژمنه عمل وکړي.
بلېنکن، چې قطر او المان ته په یوه ځانګړي رسمي سفر وتی؛ ښایي په دې سفر کې د قطري چارواکو سربېره د طالبانو له مشرانو سره هم لیدنه ولري.
د مالوماتو لهمخې، چې د دې لیدنو موخه به له افغانستان په نورماله توګه د نړیوالو پروازونو بیا ځلې پیلېدل او همداراز د روان وضعیت ارزول وي.
ښاغلي بلېنکن سره په دې سفر کې د امریکا د دفاع وزیر هم ملګری دی او دوی به په قطر کې له مېشتو افغان کډوالو سره وګوري.