د اسوشېټېډپرېس د نظرپوښتنې پر اساس د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس، د دموکراټانو له حزب نوماند کېدو ته د دوه زره ۲۱۴ استازو ملاتړ له ځان سره لري.
د ډموکراټ حزب د اوسنیو قوانېنو له مخې، یو کس له دغه حزب د نوماند کېدو لپاره یو زر او ۹۷۶ رایو خپلولو ته اړ دی.
بلخوا د سي بي اېس نیوز او یوګاو د نظرپوښتنې پر اساس ویل کېږي چې په هرو ۵ ډموکراټ رایه ورکوونکو کې ۴ یې د کاملا هاریس ملاتړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې اوسني ولسمشر او ددغه حزب نوماند جو بایډن له ټاکنو ووت او پر ځای یې خپله مرستیاله کاملا هارېس وټاکله.