هېواد کې د اورښت او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

هېواد کې د اورښت او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی


  • 9 مياشتي دمخه (25/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 327

د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو درېیو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو، شمال، هریرود، هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د کوکچې، تالقان، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشیر، غوربند، کابل، میدان وردک، کنر او لغمان سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.