پکتیا کې ټرافیکي پېښې یو تن مړ کړی او درې نور یې ټپیان کړي

پکتیا کې ټرافیکي پېښې یو تن مړ کړی او درې نور یې ټپیان کړي


  • 1 کال دمخه (28/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 657

سمسور (۷چنګاښ۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، چې په پکتیا کې د ټرافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې دغه پېښه د دې ولایت مرکز ګردېز ښار پنځمې امنتیي حوزې اړوند سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

دغه ریاست همدا راز ویلي، چې د دغې ټرافیکې پېښې پر مهال یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي. 

د سرچینې په خبره، دا پېښه پرون له غرمې وروسته رامنځ‌ته شوې. 

د موټر چلونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي نښو نشتون هغه څه دي، چې له کبله یې وخت ناوخت ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي، چې ګڼو کسانو ژوند یې هم اخیستی دی.