د ترافیکو لوی ریاست هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې قطر هېواد ته د ورته ټکسي موټرو د رنګ پروسه درول شوې ده.
د یاد ریاست له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا اوازې حقیقت نه لري او د ټکسیانو د رنګ پروسه په عادي توګه روانه ده.
تر دې وړاندې داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ګواکې قطر په افغانستان کې د ټکسیانو د نوي رنګ په اړه اعتراض کړی دی.
په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي هم اندېښمن وو، چې د رنګ شویو ټکسیانو برخلیک به یې څنګه کېږي.
د ترافیکو ریاست یو وار بیا پر خلکو غږ کړی، چې خپلو ټکسي موټرو ته امر واخلي او خبرداری یې ورکړی، چې بیا د شکایت حق نه لري.