سمسور (۲۰غوایی۱۴۰۱) د میدان وردګ ځایي اوسېدونکي وایي، چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالي کې تېره ورځ، یوه کس خپل پوروړی وژلی دی.
ځایي اوسېدونکي وایي، چې ياده پېښه د يادې ولسوالي په «صدمردې» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د مالوماتو لهمخې، پېښه وروسته له هغې رامنځ ته شوه، چې پور ورکوونکي له خپل پوروړي څخه د پور غوښتنه کوله، چې د دواړو لوريو ترمنځ شخړه شوې او له امله يې پوروړی وژل شوی دی.
بلپلو؛ ځایي روغتیایي مسوولین وایي، چې پوروړي ولايتي روغتون ته پر لاره ساه ورکړې او بل ټپي شوی کس روغتون ته لېږدول شوى چې اوس تر درملنې لاندې دی.
په دې وروستيو کې په هېواد کې شخصي شخړې ډېرې شوې، چې له کبله یې یو شمېر هېوادوالو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.