كومن وايي: موږ له لوبو ووتلو خو ښه احساس لرو او دا چې مېسي د خپلې راتلونکې لوبډلې په اړه شک نه لري.
د بارسلونا روزونکي اعلان کړی چې مېسي د خپلې راتلونکې لوبډلې په اړه شک نه لري. ده د خپلو ټولو لوبغاړو ستاینه هم کړې.
دا خبرې یې د لوبې پای کې په یوه خبري کنفرانس کې کړي. ده وویل چې په ټوله کې یې لوبډله ډېره ښه شوې او د ځينو بدلونونو په راوستو او د ځوانو لوبغاړو په ګومارلو به مېسي د خپ لې لوبډلې په اړه ډاډ ولري. ده دا هم وویل چې لوبډله یې له لوبو ووته خو احساس یې ښه دی او په لومړۍ نیمایي کې مو ښه لوبه وکړه او ډېر څه مو باید تر لاسه کړي وی لږ تر لږه لوبه باید ١-٢ وی چې کېدای شوی پایله کې لوی بدلون راولي.
د بارسلونا روزونکي دا هم وویل چې له ٢٠٠٥ نه را په دې خوا به په لومړي ځل د اتلانو لیګ کې مېسي او رونالدو نه وي . نه پوهېږم چې لیو به څه احساس ولري دا د شرم ځای دی ځکه دا دواړه مهم لوبغاړي دي او تاسو یې هم باد ومنئ. د راتلونکې په اړه به هم مېسي په خپله پرېکړه کوي او څوک به ورسره مرسته هم ونه کړي. موږ ډېرې بریاوې درلودې خو خطرونه مو ومنل. زه فکر کوم زموږ لوبه ډېره ښه وه. خو باید نور هم پام وکړو