د ډله‌ییز امنیت تړون غړي، د ا فغانستان له پولو څخه د ګواښونو په اړه اندېښمن دي

د ډله‌ییز امنیت تړون غړي، د ا فغانستان له پولو څخه د ګواښونو په اړه اندېښمن دي


  • 1 کال دمخه (02/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 582

د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون غړو هېوادونو یو وار بیا د افغانستان له پولو څخه د ترهګرۍ د نفوذ پراخېدو په اړه اندېښنه ښوودلې.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه سازمان مشر ایمانقلي تاسما ګمبتوف وړمه ورځ ناوخته د یاد سازمان د لوړو پوړو چارواکو په غونډه کې ویلي چې  د دوی متحدینو ته د تروریستي ډلو د غځېدو وېره زیاته شوې.

نوموړي دغه راز ویلي، پر تروریستي ډلو سربېره په افغانستان کې یو وار بیا د مخدره موادو قاچقبران د ودې په حال کې دي.

تر دې وړاندې بیا د یاد سازمان د قواوو لوی درستیز اناتولي سیدرووف ویلي وو چې د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو شتون دی.

دوی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اسلامي امارت په وار وار ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅ ترهګرې ډلې شتون نه لري او هیچاته به دا اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.