یونیسیار: جګړه نشته؛ خو د افغانانو کډې لاهم پر سر دي

یونیسیار: جګړه نشته؛ خو د افغانانو کډې لاهم پر سر دي


  • 1 کال دمخه (07/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 423

‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، سره له دې چې "جګړه" نوره د افغانانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل نه ده؛ خو بیا هم په هېواد کې ۳.۲۵ میلیونه کورني بیا ځایه شوي او ۵.۵۳ میلیونه د سیمې په هېوادونو کې کډوال دي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو څخه پر سرغړونې هم اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې د بیان پر ازادۍ او د ښځو او نجونو پر حقونو بندیزونه ډېرېږي. 

د راپور له مخې، افغانان د فقر، لوږې، خوارځواکۍ، د روغتیایي نظام د سقوط، طبیعي پېښو، او اقلیمي بدلونونو په څېر ننګونو سره مخ دي او په روان زېږدیز کال کې شاوخوا ۲۹.۲ میلیونه تنه په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز ویلي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د پیل څخه د نومبر میاشتې تر وروستیو پورې څه باندې ۴۲۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.