سمسور نیوز (۱۱سلواغه۱۴۰۱) د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تېره ورځ د یو خبري کنفرانس پرمهال په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
دواړو لوړو په مسکو کې ویلي، چې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د اسلامي امارت خپلې ژمنې دي او په کار ده، چې عملي یې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د داسې حکومت جوړول به د نړیوالې رسمیت پېژندنې لپاره د اسلامي امارت قانوني بنسټ وي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم ویلي، روسیه او پاکستان له افغانستان سره ګډه همکاري لري او په دغه هېواد کې سوله او ثبات ګډې ګټې ګڼي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تېر کې یې څو ځله ویلي، چې حکومت یې پراخ بنسټه دی.