د امباني د واده د مراسمو په پار د مُمبی ځیني برخې تړل شوي.

د امباني د واده د مراسمو په پار د مُمبی ځیني برخې تړل شوي.


  • 5 مياشتي دمخه (13/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 163

د اسیا د تر ټولو شتمن شخص موکیش امباني د زوی د واده د مراسمو لپاره د هند د ګڼ میشتي ښار مُمبی ځینې برخې د خلکو پر وړاندې تړل شوې دي.

 

د راپورونو پر اساس د انانت امباني او د هغه د میرمنې رادیکا مرچان د واده مراسم به څلور ورځې دوام وکړي، چې د نړۍ مشهور او شتمن شخصیتونه به پکې ګډون وکړي.

د یادې جوړې د واده مراسمو د مېلمنو په نوملړ کې د بریټانیا د دوو لومړیو وزیرانو  ټوني بلر او بوریس جانسن نومونه هم شامل دي. 

د امباني د کورنۍ د کوچني زوی له واده وړاندې مراسم تېر کال ترسره شول چې د نړۍ ګڼو مشهورو او شتمنو کسانو پکې ګډون کړی وو.