پاکستاني ط. البانو د عمران خان وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه وبللې

پاکستاني ط. البانو د عمران خان وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه وبللې


  • 3 کاله دمخه (02/10/2021)
  • خالد سهار
  • 995

د پاکستان تحریک ط.البان ډلې د لومړي وزیر عمران خان دا ادعاوې رد کړې، چې حکومت له دې وسله والې ډلې سره په خبرو دی چې اوربند وکړي.

عمران خان د ترکیې 'ټي ار ټي نړیوالې څانګې ته پرون په مرکه کې ویلي، چې د ط.البانو له ډلو سره د پلخلاینې پر سر په خبرو دی.
تحریک ط.البان پاکستان تر دې سمدستي وروسته یو بیان خپور کړ او په کې یې ویلي، چې دوی متحد دي، اختلاف په کې نه شته.
د تحریک ط.البان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی، چې بریدونو ته ادامه ورکړي.
بل لور ته د پاکستاني ط.البانو یوې ډلې پرون له خپلو وسله والو غوښتي، چې د اکتوبر تر شلمې پورې اوربند وکړي.
د حافظ ګل بهادر ډلې له خپلو وسله والو غوښتې دي چې دا شل ورځنی اوربند رعایت کړي.