افغانستان دعاج ساحل که دعاج برج


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد عمر روښان
  • 1222

عاج ساحل دافریقا په لویدیځ کې یو کوچنی هیواد دی چې کابو اتلس میلیونه نفوس لري. په پنځلسمه میلادي پیړۍ کۍ  عاج ساحل ته د فرانسوی او پرتګالي سوداګرو پاملرنه واوښته، چې د فرانسې او پرتګال په استعماري سیالیو کې باالاخره عاج ساحل دفرانسې په نصیب شو په۱۸۴۲ کال کې دفرانسې یوه برخه وګرځیده . عاج ساحل د ۱۹۶۰ کال داګست په اوومه نیټه له فرانسې څخه خپله خپلواکي واخیستله.
دخپلواکي له اخیستلو تر ۱۹۹۳ میلادي کال پوري فلیکس هوفوئه  د عاج ساحل جمهور ریس و چې په همدې کال ومړ. دده له مړینې وروسته په ۱۹۹۸  کال کې چې ددې هیواد بل جمهور ریس د خپل حکومت د دورې د اوږدولو لپاره په اساسي قانون کې دځینو بدلونونو پریکړه وکړه دعاج ساحل زرګونو خلکو مظاهرې وکړې او ګډوډۍ منځ ته راغلې.
په ۱۹۹۹ کال کې دلته لومړۍ کودتا وشوه چې له کودتا سره سم بهرنۍ مرستې هم پرې بندې شوې د۲۰۰۰ میلادي کال په ټاکنو کې اختلافاتو دغه هیواد دکورنیو خونړیو جګړو په لوري بوت، چې په سلګونو تنه په دغو جګړو کې ووژل شول، یاغي سرتیرو دکودتا هڅه وکړه خو ناکام شول.د۲۰۰۳ کال دجنوري په ۲۵ نیټه د فرانسې په منځګړتوب د نښتې د دواړو خواوو ترمنځ دسولې تړون لاسلیک شو او اله ګوله کوونکي په واک کې شامل شول، خو د ولسمشر ګباګبو پلویانو اعتراض وکړ او په پلازمینه کې یې مظاهرې وکړې.
په پای کې د ۲۰۰۳ کال دجولای په میاشت کې په رسمي توګه اعلان وشو چې جګړه پای ته رسیدلې ده.له هغه وروسته دفرانسې څلورزره سرتیري دملګروملتونو دسوله ساتي ځواک په چوکاټ کې په عاج ساحل کې دامنیت د راوستو لپاره میشت شول.دولتي ځواکونه او اورپکي لا هماغسې جګړې ته چمتو وو.په ۲۰۰۴کال کې اله ګوله کوونکو دهیواد نیمایي شمالي برخې تر خپل کنترول لاندې لرلې د۲۰۰۴کال په نوامبر میاشت کې نښتې له سره پیل شوې، دغو جګړو او ګډوډیو عاج ساحل ته په هره برخه کې ډیر زیانونه واړول.
دعاج ساحل د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنې چې باید په ۲۰۰۵ کال کې ترسره شوې وای  سږکال ترسره شوې چې دغه هیواد یې له نوي کړکیچ سره مخ کړ دټاکنو کمیسیون د لوران ګباګبو سیال پخوانی لومړی وزیر حسن واتارا دټاکنو ګټونکی  وباله او لوران ګباګبو دټاکنو پایلې ونه منلې، نوموړي دټاکنو کمیسیون منحل کړ او دټاکنو په اړه یې قضایي بهیر وځنډاوو.چې له دې وروسته هلته دتاوتريخوالو ډيرې پیښې رامنځ ته شوې او ددغه هيواد په زرګونو تنه اوسيدونکې هيواد پريښودو ته اړ شول .
دملګرو ملتونو سازمان وايي تراوسه ديادشوي هيواد څوارلس زره تنه دلايبيريا ختيځ ته کډه شوي دي او نږدي دوه سوه تنه  په دغو پیښو کې وژل شوي دي.
اوعاج دفیل دخړتوم خواته را وتلی لوی غاښ دی چې ډیر ارزښت لري او قیمتي شیان ترې جوړیږي تر ځوان فیل د هغه فیل غاښ ډیر ارزښتمن وي چې عمر ډیر پرې تیر شوی وي.
دعاج برج اصطلاح لومړی ځل له فرانسې څخه نورو ژبو ته راغلې ده هسې وایي چې یوه شتمن سړي داسې تصور کړه چې چیرته لیرې یو لوړ برج چې له نورو څخه لیرې وي جوړ کړي نور هیڅ ونه کړي په برج کې و اوسي او د ژوند له واقعیتونو لیرې خیالي ژوند پکې وکړي.
دعاج برج دانزوا او له نورو څخه دلیرې بې غږه غوږه خیالي ژوند په معنا ده،دغه اصطلاح تقریبآ عامه ده چې وایي فلانکی دعاج په برج کې ناست دی، د هغو کسانو لپاره ډیره استعمالیږي چې په خیال کې ژوند کوي اوپخپله څه نه کوي .
زه چې اوس دخپل وطن حالت ته ګورم حالت یې هم دعاج ساحل له حالت سره ورته راته ښکاري او هم چې موږ خپل حالت ته ګورو داسې راته ښکاري لکه موږ چې دعاج په برج کې ناست یو.
په عاج ساحل کې اوس دوه ولسمشران دي زموږ په هیواد کې هم اوس دوه پارلمانونه دي یو هغه پارلمان چې دټاکنو کمیسیون یې غړي په ډیر تلوار اعلان کړل او بری لیکونه یې هم په بیړه پرې وویشل اوبل هم اوسنی پارلمان چې زیاتره غړي یې هره ورځ دپارلمان ودانۍ ته ځي چې هلته خپلې عادي غونډې وکړي خو پولیس یې نه پریږدي چې غونډې وکړي.او که دقیق یې وڅیړو راته معلومه به شي چې څومره ولسمشران لرو، دلته دهرې ډلې مشر ځان ولسمشر بولي په هیوادنیو مهمو پریکړو کې خپل نظر پر نورو تحمیلوي چې د دوی ځینوپریکړو او کړنو تراوسه زموږ وطن ته ډیر زیانونه اړولي دی او دا ویره شته چې هیواد نور هم د کړکیچ خواته ټیله کړي.
له بلې خوا زموږ ولسمشر او تر ډیره موږ په عاج برج کې ناست یو او دراتلونکي کړکیچ لپاره چې دادی په بیړه را  را روان دی هیڅ نه کوو.
په کار ده دعاج له برجه را ښکته شو او خپل وطن دعاج ساحل ته ورته حالته روباسو.